چين دوه تنه تروريستان د مرګ په سزا محکوم کړي

د چين دولتي خبري رسنۍ وايي د تير اګست مياشت کي د هيواد په شمال لويدځ ولايت ژينګ ژيانګ کي د وژونکو حملو په اړه يي دوه تنه تروريستان د مرګ په سزا محکوم کړيدي . دا حملي چي په پيکنګ کي د اولمپيک د نړيوالو لوبو له پيل مخکي شوي وې، ١٧ تنه پوليس پکي مړه او ١٥ نور ټپيان شوي وو.
د چين خبري آژانس سينهوا وايي د محکومينو د مرګ سزا د کاشګار يوې محکمي صادر کړئ. پدي اړه زياتي څرګندوني ندي شوي.