چين امريکا ته د تل لپاره پور نه ورکوي

چين نن خبردارئ ورکړ چي د امريکا متحده ايالاتو ته به د تل لپاره د پيسو پور نه ورکوي. وروستي ارقام ښيي چي چين د امريکا د حکومتي بانډ يا بانکي تضميونونو ستر پيرونکئ دئ.
د چين انګليسي ژبي ورځپاني په خپلي سرمقالي کي ويلي دا چي چين د امريکا حکومتي بانډونه يا بانکي تضميونونه پيري دا بايد داسي ونه انګيرل شي چي متحده ايالات د روان مالي بحران څخه د وتلو لپاره پدي کار سره ځانته لار پاکوي.
د چين دولتي انګليسي ژبي ورځپاڼي دا خبره پداسي حال کي کړي چي د امريکا د خزاني وزارت په رپوټ کي ويلي چين د امريکا د خزاني زيات بانکي ضمانتونه يا بانډونه پيري.