اوپيک د تيلو توليد کموي

تمه ده چي د تيلو صادرونکو هيوادونو سازمان يا اوپيک نن د تيلو د بيو د لوړيدو په مقصد په خپل توليد کي د نظر وړ کمښت اعلان کړي.
پدي سازمان کي د تيلو توليدونکي ١٣ هيوادونه غړيتوب لري او دنړۍ د تيلو د صادراتو په سلو کي ٤٠ برخه برابروي. دوي ممکن نن د الجزاير د اوران ښار په غونډي کي په خپل ورځني توليد کي د ٢ ميلونو بيرلو په کمښت سلا شي.
روسيه چي د تيلو ستر توليدونکئ هيواد دئ او د اوپيک غړئ ندئ، پريکړه يي کړي چي د تيلو د بيو د جګولو په مقصد به خپل توليد په ورځ کي دري لکه او شل زره بيرله را کم کړي.
د روسيي د صدراعظم مرستيال ايګور سيچين د اوپيک په غونډي کي د ناظر په توګه ګډون کوي.
پرون په نيويارک کي د تيلو بيي بيا هم راټيټي شوې او يو بيرل خام تيل په ٤٣ ډالرو او ٦٠ سنتو پلورل کيدل. د تيري جولاي مياشت کي د يوه بيرل تيلو بيه ١٤٧ امريکايي ډالرو ته پورته شوي وه.