د کډوالو د چارو نوي وزير له ايران څخه وغوشتل چي د افغان کډوالو ايستنه دي بنده کړي

ژباړونکئ او وياند: جان آقا الکوزئ

د افغانستان د کډوالو د چارو نوي وزیر هم له ایران نه وغوښتل چې د افغاني کډوالو په زور ايستنه دي بنده کړي.
ایران له څه مودي راهيسي له خپلي خاوري څخه د افغان کډوالو ايستل پيل کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
عبدالکریم براهوي چې د کابیني په وروستیو بدلونونو کي د کډوالو د چارو د وزیر په څوکۍ ټاکل شوئ، نن په رسمي ډول ددي وزارت کارکوونکو ته وروپیژندل شو.
نوموړي ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل په هیواد کې دننه د بې ځایه شویو خلکو د ستونزو د حل لپاره هم ځانګړي پلانونه لري.