قزاقستان نن له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ ١٧ مه کليزه لمانځي.

د قزاقستان امنيتي ځواکونو نن په الماتي ښار کي له شاوخوا ٤٠٠ مظاهره کوونکو سره نښتي وکړي. مظاهره کوونکو د کورونو د ناحل شويو مسلو په اړه مظاهره وکړه او د حکومت د استعفئ غوښتنه يي کوله.
نښتي هغه مهال وشوې چي پوليسو د يوې نادولتي موسسي مشر عينور قرمانوف ونيوه . دا موسسه د کورونو د بحران په اړه فعاليت کوي. قرمانوف د پوليسو له مرکز څخه د ټيلفون په ليکه آزادۍ راډيو ته وويل چي مظاهره کوونکو په ١٩٨٦ ميلادي کال کي په الماتي کي د وخت د شوروي اتحاد له خوا د محصلينو د وژلو د کليزي يادونه هم کوله.
قزاقستان نن له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ ١٧ مه کليزه لمانځي.