اسرائيلي عسکروايي په لويديځي غاړي کي يي يو فلسطينئ وژلئ دئ

اسرائيلي عسکروايي په لويديځي غاړي کي يي يو فلسطينئ وژلئ دئ. د اسرائيلو پوځ وايي دوي غوښتل چي د اسلامي جهاد د ډلي يو غړئ سهار وختي ونيسي خو دي سړي د تيښتي هڅه وکړه او عسکرو په ډزو کي وواژه.
دا پيښه د جنين ښار ته نږدي شويده. ويل شوي چي د اسرائيلو پوځيان د حملي په مهال په ملکي جامو کي وو.
د اسرائليو پوځ دغه راز په يوې اعلاميي کي ويلي د لويديځي غاړي د تيري شپي په عملياتو کي يي ٢٢ تنه فلسطيني مبارزين نيولي دي.