په ايټاليا کي مافيايي مشران نيول شوي

د ايټاليا پوليسو د مافيايي ډلو د له منځه وړلو په مقصد د عملياتو په جريان کي شاوخوا ١٠٠ کسان نيولي دي. د ايټاليا خبري آژانس وايي شاوخوا ١٢٠٠ پوليسو د هليکوپترو او روزل شويو سپيو په مرسته د پالرمو سيمي د سيسلي او توسکاني ښارونو کي د مافيايي ډلو مشران نيولي دي.