د پروان ولايت د سيا ګرد ولسوالى په سلګونو كسانو نن مظاهره وکړه.

د پروان ولايت د سيا ګرد ولسوالى په سلګونو كسانو نن مظاهره وکړه.
د ازادى راډيو خبريال وايي مظاهره د غوربند په لور د غزيدلي سړک په اوږدو کي په سوله ايزډول وشوه او مظاهره کوونکو د ولسوالۍ په چارواكو اعتراضونه کول.
مظاهر کوونکي وايي د سيا ګرد لسوالى اكثره دولتي مسولين د يوى كورنى غړي دي او ددوى ستونزو ته پام نه كوي.
مظاهره کوونکو ګواښ وکړکه غوښتنى يي ونه منلي شي نو دوى به دغوربند د درى لاره چى پروان اوباميان ولايتونه له كابل سره نښلوي، وتړي.