د کندهار – هرات په لوي لار کي چاودنه شوي

نن سهار د كندهار ولايت د ژيړۍ ولسوالى مربوط د هرات كندهار په لويه لار د ناټو ځواكونو په يوه كاروان د سړك د غاړى چاودنه شوې.
د ژيړى ولسوال بسم الله جان پيښه تائيد کړي او ازادۍ راډيو ته يي ويلي چى پدى حملى كى د کاروان شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتي .
ده پدى اړه زياتي څرګندوني ندي کړي خو وايي چى له پيٰښى وروسته د هرات - كندهار لويه لار د دوو ساعتونو لپاره تړل شوى وه.
ددى پيښى مسوليت وسلوالو طالبانو په غاړه اخستى .
له بلى خو نن د كندها پوليسو پدى ښار كى د سړك د غاړى يو ماين كشف اوشنډ كړى دى.