د چک د مشرانو جرګې نن هغه طرحه تمديد کړ ه چې له مخي يي دغه هيواد راتلونکي کال په بهرنيو ماموريتونو کي برخه اخيستلي شي .

ټول ټال څوارلس سوه چکي عسکر به راتلونکي کال له هيواده بهر په ماموريت پيل وکړي . په افغانستان کي به هم د چکې عسکرو شمير ډير شي . ددي هيواد د حکومت د فيصلې له مخي نيژدي اوه نيم سوه عسکر په افغانستان کي دي او دناټو ، سوله ساتو او امريکايي ځواکونو سره په ماموريتونو کي برخه لري
د چک پارلمان تصويب کړه چې څوار سوه څوارلس نور عسکر ښبه هم افغانستان ته وليږي . همداشان چک غواړي چې دري MI-171S هليکپتري له څۀ باندي يو سلو شلو کارکونکو سره يي افغانستان ته واستوي .