وسله والو د پکتيا ولايت د جانيخيلو په ولسوالۍ باندي حمله کړي

تيره شپه وسله والو د پکتيا ولايت د جانيخيلو په ولسوالۍ باندي حمله کړي چي په نتيجه کي د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته شويده.
د پکتيا ولايت د امنيي قوماندان مل پاسوال سيد عزيز احمد آزادۍ راډيو ته ويلي په نښتي کي دري تنه پوليس وژل شوي او مقابل لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتي ده. دئ وايي سيمي ته د پوليسو نور ځواکونه استول شوي او حالات ددوي تر کنترول لاندي دي.
مل پاسوال سيد عزيز احمد وايي په جګړي کي يو شمير وسله والو وژل شوي او مړي يي د پوليسو لاس ته ورغلي.
له بلي خوا ذبيح الله مجاهد چي ځان د طالبانو وياند بولي وايي دا حمله ددوي کسانو د جانيخيلو په ولسوالۍ کړي او اته تنه پوليس يي پکي وژلي.