په پاکستان کي د ممباي د حملو مشکوک کسان نيول شوي

د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني نن ومنله چي د هند د ممباي په حملو کي په ګوته شوي دوه مشکوک کسان يي نيولي دي. ګيلاني وويل زرير الحمن لکوي او زرار شاه چي دواړه د لشکر طيبه غړي دي ، په پاکستان کي بنديان دي او تحقيقات تري روان دي. دا لومړئ ځل دئ چي پاکستان د لکوي د نيول کيدو خبره کوي. هند وايي لکوي د ممباي د حملو چي شاوخوا ١٧٠ کسان پکي وژل شوي، اصلي طراح دئ. پاکستان ويلي د ممباي د حملو هيڅ مشکوک کس به هند ته حواله نکړي.

له بلي خوا د هند پوليسو د ممباي د تررويستي حملو د نهو تنو حمله کوونکو نومونه او عکسونه خپاره کړي او وايي ټول حمله کوونکي پاکستانيان دي . هند د ممباي د حملو پړه په پاکستان کي په فعالي لشکر طيبه ډلي اچولي ده.