د يونان په مرکزآتن ښار کي نن مظاهره کوونکو په پوليسو ډ ډبرو او پطرولي بمونو ګذارونه وکړ

د يونان په مرکزآتن ښار کي نن مظاهره کوونکو په پوليسو ډ ډبرو او پطرولي بمونو ګذارونه وکړل چي پوليسو په مقابل کي په مظاهره کوونکو اوښکي بهونکئ غاز استعمال کړ. په يونان کي د عمومي اعتصاب له وجي هر څه په ټپه دريدلي .
په زرګونو مظاهره کونکو نن په آتن ښار کي د عمومي اعتصاب په لړ کي په لارو او کوڅو کي لاريونونه وکړل او مخالفينو د حکومت د استعفئ غوښتنه وکړه. .
د تيري شنبه په ورځ پوليسو يو ١٥ کلن هلک په ګوليو وويشت او له وژني وروسته يي په مرکز اتن کي سختي شخړي پيل شوې چي لمن يي ټول هيواد ته پراخه شويده.
مظاهره کوونکو د آتن ښار کي ودانيو او موټرو ته اوراچولئ . زيات شمير کسان ټپيان شوي او د هيواد اقتصاد ته سخت زيان رسيدلئ.
هغه پوليسان چي په پنځلس کلن هلک يي ډزي کړي نيول شوي او مدافع وکيل يي وايي د وژل شوي کس په بدن کي له ټپونو څخه معلومه شوي چي پوليسو د خبرادارئ ډزي کړي او د عيني شاهدانو د څرکندونو په خلاف پوليسو په مستقيم ډول په هلک ډزي ندي کړي.