امريکا د تروريزم ضد جګړي کي ملګرو ملتونو ته زياته ونډه غواړي

د امريکا متحده ايالات وايي دوي چمتو دي د نړيوال تروريزم په ضد جګړي کي د ملګرو ملتونو ونډه غښتلي کړي. په ملګرو ملتونو کي د امريکا سفير زلمي خليل زاد د نړيوال امنيت او تروريزم ضد جګړي په اړه د امنيت شورا خاصي غونډي کي خبري وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کيمون وويل ملګري ملتونه د تروريزم ضد جګړي کي مرکزي رول لوبولاي شي.
په ملګرو ملتونو کي د روسيي سفير ويتالي چورکين وويل ملګري ملتونه بايد د تروريزم ضد جګړي لپاره مشرتابه وټاکي.
د کروشيا جمهور رئئس سټيپي ميسيک په غونډي کي وويل له امريکا سره نړيوال پيوستون کمزورئ شوئ او دا ځکه خلک داسي انګيري چي د تروريزم ضد جګړه يوازي د يوه هيواد له خوا پرمخ وړل کيږي. دده مقصد د امريکا متحده ايالات و.