په ترکمنستان کي د ټولنيزو چارو فعال آزاد شوئ

د بشري حقونو د څارني موسسه وايي ترکمنستان د جمهور رئيس قربانګلي بردي محمدوف د بخښني په اساس د ټولنيزو چارو پيژندل شوئ فعال والري پال له بنده آزاد کړئ.
دا فعال د تيري مي په مياشت کي د اختلاس په تور له ١٢ کلونو څخه د زيات بند په سزا محکوم شوئ و. د پال ملاتړي وايي پده باندي لګول شوي تورونه غلط دي.
د بشري حقونو د څارني ډله وايي که څه هم چي ترکمنستان د ډموکراتيکو بدلونو ژمني کړي خو بيا هم دا هيواد د جمهور رئيس سپر مراد نيازوف له مړيني وروسته هم په نړۍ کي تر ټولو سخت او ديکتاتور رژيم لري.