په ورځ کي ٢٠٠٠ ګوچنيان په ټکرونو کي مري

د ملګرو ملتونو د ماشومانو موسسه وايي په نړۍ کي هره ورځ له ٢٠٠٠ څخه زيات کوچنيان د ټکرونو له وجي وژل کيږي.
يونيسف په يوه نوي راپور کي ويلي په کال کي شاوخوا ٨ لکه او ديرش زره کوچنيان د موټرو په ټکر او ٢ لکه او شپيته زره يي د نورو پيښو له وجي مري.
د يونيسف په راپور کي ويل شوي که چيري د مخنيوي په چارو کي پانګه واچوله شي نو د کوچنيانو مړينه به راکمه شي.