د اسرايلو صدراعظم واي په لويديځه غاړه کى د عربانو پر ضد د يهودانو کړو وړ خجالت کړى دى

د اسرايلو صدراعظم ايهوت المرت نن په لويديځه غاړه کى د عربانو پر ضد د ميشتويهودانو کړه وړه ډليزه ازارول ګڼلي دي.المرت نن د کابيني په غونډه کى وويل هغه د بى ګناه عرب وګړوپر ضد په خليلي ښار کى د ميشتو يهودانو له چلند څخه د شرم احساس کوي.تيره ونى په لوديځه غاړه کى سخت دريزو يهودانو درى فلسطينيان په ډزو ټپيان کړه او د ګڼ شمير نورو کورونه او موټرى وروسوزولى.