په يونان کى د پوليسو لخوا ديوه هلک له وژل کيدو وروسته ناکراري پاريدلى ده

په يونان کى پرون د پوليسو لخوا د يوه تنکى ځوان د وژلو وروسته ددغه هيواد په يو شمير سيمو کى نا کرارى پيل شوى دي.
په اتنس کى پوليسو ويلي د سل ګونو غصه ځوانانو د مظاهرى د ماتولو لپاره ي له اوښکو بيونکى ګاز څخه کار واخسته . مظاهره چيانو د پوليسو پر موټرو او مرکزونو باندى د ډبرو او پټرولي بمونو حملى کړي دي.

د يونان حکومت د پوليسو لخوا د يوه هلک په وژنه خواشيني ښودلى ده او ددى پيښى د تحقيقاتو ژمنه ي کړى ده.