جمهور رئيس حامد کرزئ له ترکيي څخه وطن ته ستون شو

ژباړونکئ او وياند : جان آقا الکوزئ

د افغانستان جمهور ريس او ملګرئ هيئت يي چي تركيي ته د خبرو لپاره تللۍ وو، نن سهار بيرته هيواد ته رستانه شول.
جمهور ريس حامد كرزي د جمعې په ورځ په ترکيي کي له خپل پاكستاني سيال آصف علي زرداري سره د دواړو هيوادونو د اړيكو په ښه كيدو او له تروريزم سره د مبارزي د همکارۍ په اړه خبري وكړي.
دا خبرې د تركيي د جمهور ريس په كوربه توب کي شويدي.
په عين حال كي د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر ويلي جمهور رئيس کرزي د تركيي له جمهوررئيس سره هم په جلا توګه كتلي دي .