د پلچرخي د زندان د پيښي په اړه جدي څيړني کيږي

د كابل د پلچرخي په زندان كي د بنديانو او ساتونكو تر منځ له خونړۍ نښتې وروسته افغان دولتي چارواكي وايي چي ددې پيښې په اړه جدي څيړنې كوي .
د افغانستان د عدليي وزارت وايي د كابل د پلچرخي په زندان كي د بنديانو او ساتونكو تر منځ نښتې كي ۸ تنه بنديان وژل شوي او ۱۲ نور يي ټپيان دي .
د جمهور ريس حامد كرزي وياند همايون حميد زاده آزادۍ راډيو ته وويل دولت د دي ډول پيښو د تكرار د مخنيوي لپاره جدي اقدامات کوي.
د كابل په پلچرخي زندان په كي له درې زرو څخه زيات بنديان ساتل كيږي چي پدوي کي يو شمير د وسلوالو طالبانو له ډلي سره تړلي او يو شمير نور يي جنايي مجرمان دي .