د روسيي يوه جنګي بيړۍ د پاناما کانال ته داخله شوه

د روسيي يوه جنګي بيړۍ له دوهم نړيوال جنګ وروسته د لومړي ځل لپاره د پانامي کانال ته داخله شوه. د چابانينکو پنامه سمندري بيړۍ چي تيره اوونۍ يي د وينزويلا له سمندري ځواکونو سره ګډ پوځي تمرينات کړي وو، د جمعي په شپه د پاناما کانال ته داخله شوه.
له ١٩٤٤ ميلادي کال راهيسي چي روسيه او امريکا د جرمني د نازي ائتلاف په ضد سره متحد شوي و، دا لومړئ ځل دئ چي د روسيي جنګي بيړۍ دي کانال ته داخليږي. د ساړه جنګ په جريان کي د پاناما کانال د متحده ايالاتو له خوا اداره کيده او د شوروي اتحاد بيړيو ته يي پکي اجازه نه ورکوله. امريکا په ١٩٩٩ ميلادي کال کي پدي کانال باندي واک پريښود.