امريکا د توغنديو ضد سيستم و ازمايه

د امريکا متحده ايالات وايي يو بل سيستم چي د اوږده واټن ويشتونکي بلاستيکي توغندي دفعه کولاي شي، آزمويلئ دئ.
چارواکو ويلي د جمعي د ورځي په آزميښت کي د هدف وړ توغندئ له الاسکا څخه خوشي شو او د يوه دفعه کوونکي توغندي پواسطه چي د کليفورنيا ايالت له هوايي اډي څخه خوشي شوئ و، د آرام سمندر له پاسه راوغورځول شو.
د امريکا د دفاعي توغنديو د سيستم مشر جنرال پاتريک اوريلي وايي دا آزميښت يو برئ دئ او د امريکا په تاريخ کي تر ټولو پيچلئ آزميښت و.