د سعودي عربستان پاچا ته جايزه ورکړه شوه

د پولند د کارګرانو د پيوستون د اتحاديي پخواني مشر ليخ واليسا نن د ليخ واليسا پنامه جايزه د سعودي عربستان پاچا عبدالله ته چي د اديانو تر منځ د سولي او خبرو په کار کي يي زياتي هلي ځلي کړي ، اهدا کړه.
دا جايزه په هغو مراسمو کي چي د پولند د ګيدانس بندر کي د واليسا د نوبل جايزي د گتلو د ٢٥ مي کليزي په مناسبت جوړ شوي وو، د عبدالله ځوي ته وسپارله شوه.