د امريکا پوځ وايي دهغو عملياتو په ترڅ کي چې په عراق کي دالقاعده شبکي غړي يي په نښه کړي وو څلور مشکوک وسله وال مړه او دوه ديرش نور نيول شوي دي .

دا پراخ عمليات په شمالي ښار کرکوک کي تر سره شوي دي . پوځ په خپله اعلاميه کي ويلي شپاړس تنه نور د چارشنبي د ورځي په عملياتو کي بنديان شوي دي .خبر زياتوي پوځ په دي بآور دي چې د کرکوک په عملياتو کي دري هغه کسان هم نيول شوي چې تر تعقيب لاندي وو . د چارشنبي دورځي او ننيو عملياتو په ترڅ کي چې د بغداد په شمال او لويديځ کي شوي له القاعده ډلي سره په ارتباط ديارلس نو ر مشکوک کسان هم نيول شوي دي .