د اروپا د امنيت او د همكاري د اداري د تقريبا ۵۰ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو نن د فنلنډ په هلسنكي كي دوه ورځني غونډۀ پرانيسته .

تمه ده خبري به په دي تمركز ولري چې څه ډول له شخړو څخه لكه په تير اوړي كي چه د روسي او د ګورجستان ترمنځ يوه لنډۀ جګړه وشوه مخنيوي كيداي شي

تمه ده د روسيي د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف به پكي د اتلانتتيک د پوري غاړي امنيتي ډلي ته خپل امنيتي پيشنهاد هم وړاندي كړي

د فنلند د بهرنيو چارو وزير الکساندر ستوب چې ددغي غونډي اوسني مشري كوي وويل :متحده ايالات په احتياط سره ددغه وړانديز كتنه كوي

دغه راز د اروپا د امنيت او همكاري د اداري په اجندا كي د ناګورنو قره باغ لانجه چې د ازربايجان سيمه ده او ارمننان پکي اوسيږي شامله ده چې خبري به پري وشي