متحدو ايالاتو او چين په پيكنګ كي دوه ورځني سټراتيژيكي خبري پيل كړيدي ترڅو د راتلونكو اقتصادي اړيكو په اړه بحث وكړي

د متحدو ايالاتو چارواكي وايي د خزاني وزير هينړي پاولسن به په پيكنګ باندي فشار راوړي چه پيسي يي يعني ين د ډالرو په مقابل كي پورته ولاړ شي څو د سوداګري په برخه كي ستونزي حل شي

خو د چين دولتي خبري رسني وايي چه د چينايي پيسو په ارزښت كي د يو دم زياتوالي له امله به د نړۍ اقتصاد ته لا زيات تاوان ورسيږي ځكه پدي كار سره به د چين صادرات كم شي او بي كاري په زياته شي