حامد کرزئ د پاکستان له جمهور رئيس سره ګوري

ژباړونکئ او وياند: جان آقا الکوزئ

له ترکيي څخه رارسيدلي راپورونه وايي د افغانستان او پاکستان جمهور رئيسان به د جمعي په ورځ په استانبول کي سره وګوري.
د حامد کرزي او آصف علي زرداري تر منځ دا کتنه به د ترکيي په مرمسته دوهمه غونډه وي چي د دواړو هيوادونو د اړيکو د ښه کيدو په مقصد جوړيږي.
جمهور رئيس حامدکرزي د پاکستان له پخواني جمهور رئيس پرويزمشرف سره تيرکال د ترکيي په مرکز انقري کي کتلي و. دواړو مشرانو هغه مهال ژمنه کړي وه چي د طالب وسله والو په ضد به گډي هلي ځلي کوي. افغانستان په پاکستان تور لګوي چي د وسله والو په ضد زيات څه نکوي.