د ډنمارک شهزاده هلمند ته تللئ و

د ډنمارک حکومت وايي ددي هيواد شهزاده فريدريک چي په يوه نا اعلان شوي سفر افغانستان ته تللئ و، بيرته هيواد ته راستون شوئ.
د ډنمارک د دفاع وزارت وايي شهزاده فريدريک ددي هيواد د دفاع د وزير په ملتيا د افغانستان په نارامه ولايت هلمند کي دري ورځي تيري کړي او په دي ولايت کي له ديره ډنمارکي عسکرو سره يي کتلي دي.
دا مهال د ډنمارک ٧٠٠ سرتيري د ناتو په چوګاټ کي په افغانستان کي خدمت کوي او له ٢٠٠٢ ميلادي کال راهيسي تر اوسه ١٦ ډنمارکي عسکر په افغانستان کي وژل شويدي.