د افغانستان د ماليي وزير استعفئ کړي

د افغانستان د ماليې وزارت د دې خبرې پخلى كړى چې ډاكټر انور الحق احدي له خپلې دندې استعفئ كړې ده .
ددي وزارت وياند عزيز شمس ازادۍ راډيو ته وويل چې ښاغلي احدي خپله استعفئ جمهور رئيس کرزي ته وړاندې كړې خو جمهور رئيس په ادي اړه غبرګون نه دئ ښودلى .
د افغانستان د ماليې د وزير د استعفئ لامل تر دې دمه نه دى روښانه شوى خو ناتائيد شوي راپورونه وايي ښاغلي احدي له خپل مرستيال سره د مخالفت له وجي استعفئ کړي.
دا هم ويل کيږي چې ښاغلي احدي د خپل مرستيال وحيدالله شهراني گوښه كيدل غوښتل خو جمهور رئيس کرزي دده دا غوښتنه نه ده منلې .