په پکتيا کي ماين ايښودونکي وژل شوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي درې تنه ماين ايښودونكي چې د سيمې د خلكو له خوا پيژندل شوي وو، د پكتيا ولايت د جانيخيلو ولسوالۍ په مربوطاتو كې وژل شوي دي .
وژل شويو كسانو غوښتل چې د جانخيلو په ولسوالۍ كې د لارې پر سر يو ماين خښ كړي خو د سيمې د اوسيدونكو له خوا پرې ډزې شوي او د ماين د چاودنې له امله هغوي وژل شويدي .

له بلي خوا د ملي دفاع وزارت وايي د كابل ولايت په موسهي ولسوالۍ كې يي ۱۴ كسان نيولي دي .
خبروايي چې دغه ۱۴ كسه د موسهي ولسوالۍ د عبدالروف ، شادخانې او اهنګرانو په كليو كې د تصفيوي عملياتو په مهال نيول شوي دي .