امريکا په پاکستان غږ وکړ چي له هند سره دي همکاري وکړي

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري کاندليسا رايس په پاکستان غږ وکړ چي د ممباي د حملو په اړه دي له هند سره په څيړنو کي په عاجل او شفاف ډول همکاري وکړي.
رايس چي د پاکستان او هند تر منځ د شخړو کمولو د هلو ځلو په مقصد هند ته رسيدلي ، په نوي ډهلي کي يي وويل:
زه نه غواړم چي له ځانه دا خبره وکړم چي د پاکستان حکومت به د هند د مشخصو غوښتنو څه ډول ځواب ووايي او دا ځکه هر څه بايد چي په پوره شفافيت ، ريښتيني عمل او عاجل ډول تر سره شي.
-----
اسلام آبآد ويلي هغه مشکوک تروريستان چي د ممباي د حملو په تړاو کي يي هند له دوي څخه غواړي د شواهدو په صورت کي به په پاکستان کي محاکمه شي.
هند له پاکستان څخه غوښتي دوي ته دي شل تنه مشکوک کسان چي په پاکستان کي ژوند کوي حواله کړي. اسلام آباد د ممباي په حملو په حملو کي هر ډول دخالت رد کړيدئ.

په عين حال کي د امريکا د پوځ د لويو درستيزانو د کميټي مشر اميرالبحر مايک مولن هم اسلام ته رسيدلئ او زيار باسي چي د هند او پاکستان تر منځ شخړي کمي کړي.