په کابل او کندهار کي سړي تښتونکي نيول شوي

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي پدى وروستيو كى يي په كندهار او كابل كى دري تنه انسان تښتونكي نيولي دي.
دى وزارت په يوې اعلاميي كى ويلى د انسان تښتونكو يو يي د پروان اوسيدونكى دئ چي د كابل د خيرخانى په قلعه نجارا كى نيول شوى ، او دوه نور له وسلو سره يوځآى، د پوليسو له خوا په كندهار كى نيول شويدي.