د عزيزآباد د بمباريو د قربانيانو د کورنيو غړي حج ته استول شوي

د هرات د شينډنډ ولسوالى د عزيز اباد د كلي د قربانيانو د كورنيو ۳۶ غړي د جمهور رئيس حامد کرزي د فرمان په اساس د حج د فريضى د ادا كولو لپاره سعودي عربستان ته استول شويدي .
ددى سيمى يو قومي مشر حاجي ګل احمد نن ازادى راډيو ته وويل جمهور رئيس كرزي له دوى سره په وروستۍ كتنى كى ژمنه كړي وه چى د عزيزاباد د كلي د هوايي بمباريو د قربانيانو د كورنيو ځينى غړي به حج ته واستوي. د عزيزآباد به هوایی بمباريو کی شاوخوا ٩٠ کسان وژل شوي وو.

په عين حال كى د افغانستان د ترانسپورت وزارت اعلان كړى چى سعودى عربستان ته د حاجيانو د تګ بهير پاى ته رسيدلئ. .