عراق او ايران د وژل شوو سرتيرو جسدونه يو بل ته وسپارل.

د عراق او ايران ځواکونو نن ددغو دواړو هيوادونو تر منځ د اتيايمى لسيزى د جګړى د وژل شوو سرتيرو جسدونه تبادله کړه.

پدى ترڅ کى په خاصو مراسمو کى د عراق د ٢٠٠او د ايران د ٤١ سرتيرو جسدونه د بصرى په سرحدي ولايت کى يو بل ته وسپارل.

د ١٩٨٠_١٩٨٨کلنو په جګړه کى ددواړو هيوادونو لس ګونه زره سرتيري ووژل شوه.
د سره صليب سازمان ويلي عراق او ايران پدى وروستيو کى په تيره جګړه کى د ورکو شوو سرتيرو د برخه ليک موندلو په اړه موافقه کړى ده.