په ممبي کى د تروريستي حملو وروسته د هند د کورنيو چارو وزير استعفى وکړه:

د هند د کورنيو چارو وزير شيف راج پاټيل نن له خپلى وظييفى څخه استعفى ورکړه .پاټيل ويلي د ممبى د تروريستى حملو وروسته هغه خپل مکلفيت ګڼي چى ددغو پيښو اخلاقي مسوليت پر غاړه واخلي او له خپلى څوکى استعفى ورکړي.په پاټيل باندى ددى لپاره چى ولى ي ددغو حملو په اړه له مخکى کوم معلومات نه درلودل سخت انتقادونه شوي دي.

هندي منابعو ويلي چى د ممبى دپيښو د مړو شمير د ١٧٤شاوخوا دى او پدغو بريدونو کى نزدى ٣٠٠نور کسان ژوبل شوي دي.

په عين حال کى په سيمه کى د ممبى له بريدونو وروسته چى د هندي مسولينو په وينا ښاي وسله وال له پاکستان راغلى وي د پاکستان او هند تر منځ بحران مخ په زياتيدو دى