نړيوالو مرستندويانو نن په برسل کي د ګورجستان د بيا رغووني لپاره د مرستو ژمني وکړي.

نړيوالو مرستندويانو نن په برسل کي د ګورجستان د بيا رغووني لپاره د مرستو ژمني وکړي.
د ملګرو ملتونو او نړيوال بانک د اټکل له مخي ګورجستان د روسيي د آګست مياشتي له يرغل وروسته د دريو کلونو په مودي کي د خپلو سيستمونو او اقتصاد د بيا رغووني او له مهاجرو سره د مرستي لپاره دري ميليارده او ٢٥ ميلونو ډالرو ته اړتيا لري.
د اقتصادي کميسيون رئيس هوزي منويل براسوو د غونډي برخه والو ته وويل له ګورجستان سره د مرستي لپاره اخلاقي مکلفيت لري او په عين حال کي اروپايي اتحاديه په ګورجستان کي ګټي هم لري او دا ځکه چي دا هيواد اروپا ته د انرژۍ په ترانزيتي لار کي پروت دئ.
د امريکا متحده ايالاتو تر اوسه له ګورجستان سره د يو ميلياردو ډالرو او اروپايي کميسيون د ٥٠٠ ميلونو ايرو مرستو ژمني کړيدي.