امريکا او پولنډ د توغنديو د دفاعي سيستم تړون لاسليک کړ

د امريکا متحده ايالاتو او پولنډ نن هغه تړون لاسليک کړ چي له مخي به يي په پولنډ کي د امريکا د توغنديو دفاعي سيستم ولګول شي.
دا تړون نن د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري کاندليسا رايس له خپل پولنډي سيال رادوسلاو سيکورسکي سره په وارسا کي لاسليک کړ.
دا تړون بايد چي د پولنډ پارلمان هم توصويب کړي.
رايس د تړون د لاسليک کولو په مراسمو کي چي په برابرولو يي ١٨ مياشتي وخت ولګيد ، وويل : دا تړون به له ناتو ، پولنډ او متحده ايالاتو سره د راتلونکو ګواښونو په ځواب کي مرسته وکړي:
د ستونزو په وخت کي ، تر ټولو مهم کار د دوستانو درلودل دي. خو تر ټولو مهم د داسي دوستانو درلودل دي چي له تاسي سره ارزښتونه، هيلي او خيالونه شريک ګړي . پولنډ او د امريکا متحده ايالات همدا ډول ملګري دي.
-----
روسيي له دغه پلان سره چي له مخي بۀ يي په پولند او د چګ جمهوريت کي د توغنديود دفاع لس دستګاوي ولګولي شي ، مخالفت ښودلئ.
واشنگټن دا خبره رد کړي چي ګوندي د توغنديو دا سيستم روسيي ته متوجه شوئ او وايي دا سيستم د ايران په څير په اصطلاح د ځينو سرسختو هيوادونو د احتمالي حملي په ضد لګول کيږي.