په برلين کي د فلسطين په اړه نړيوال کنفرنس جوړ شو

په فلسطيني ځمکو کي د قانون د حاکميت د پراختيا او د يوه خپلواکه دولت د جوړيدو لپاره د لازمو شرايطو برابرولو په اړه نن په برلين کي يو نړيوال کنفرنس پرانيستل شو.
د کنفرنس کوربه هيوا جرمني وايي هيله من دي چي په کنفرنس کي به د فلسطيني پوليسو د روزني او د محکمو د سيستم د ښه کولو په مقصد د ١٨٠ ميلونو ډالرو ژمني وشي.
په کنفرنس کي د امريکا د بهرنيو چارو د وزيري کاندليسا رايس ، د فلسطين د صدراعظم سلام فياض او د اسرائيلو د بهرنيو چارو د وزيري زيپي لفيني پشمول له څلويښتو څخه د زياتو هيوادونو استازو ګډون کړئ.
ددغه يو ورځني کنفرنس په پاي کي به کاندليسا رايس د منځني ختيځ په مسلي کي د شاملو څلورو طاقتونو له منځګړو سره هم وګوري.

د يوه بل خبر له مخي د فرانسي جمهور رئيس نيکولاس سارکوزي نن وويل د يوه فلسطيني دولت جوړيدل د فرانسي لپاره لومړيتوب لري. سارکوزي په په لويديځي غاړي کي د فلسطيني اداري له مشر محمود عباس سره له کتني وروسته وويل بيت المقدس بايد چي د فلسطينيانو او اسرائيلو تر منځ شريک شي. سارکوزي دغه راز په اسرائيلو يو ځل بيا غږ وکړچي په لويديځي غاړي کي دي د ميشت ځايونو جوړول بند کړي. ده د دوشنبه په ورځ د اسرائيلو پارلمان ته د وينا په مهال ورته غږ کړئ و.