د روسيې جمهورريس ولاديمير پوتين چې دکار دوره يي مخ په ختميدو ده نن په روسيې کې د لوي سياسي ګوند واحدې روسې مشرتوب ومانه . هغه دا ا علان نن په ماسکو کي د يادشوي ګوند په حزبي کنفرانس کي وکړ.
په ګډه موثر کار ،حکومت او دپارلمان اکثريت ته دا ممکنه کوي چې د هيواد اقتصادي پرمختګ وکړي ، روغتيا او تعليم او تربيه پراختيا ومومي ، عوايد ډير کړي او زمونږ د هيواد دفاعي توان لوړ کاندي . نو ځکه ما د ګوند د غړو اومشرانو پيشنهاد په منني سره ومانه . ډيره زياته مننه . زه دي ته تيار يم چې نور مسووليتونه هم واخلم او د واحدي روسيې مشر شم .
او س نو د پوتين نوم دهغه هيات په لست کي راغلي چې نن ناوخته به په رسمي توګه ورته راي ورکول کيږي .
پوتين همدا شان دا خبره تکرار کړه چې دي به د صدراعظمۍ پست هم چې په انتخابآتو کې دټاکل شوي جمهورريس ديمتري ميدوديف له خوا ورته ټاکل شوي وو ومني . دا هغه څه دي چې ميدوديف يي دمخه په اړه ويلي وو چې پوتين به د صدراعظمي چاري په غاړه واخلي . دوحداي روسيي ګوند د روسيي په پارلمان کي اکثريت او له کرملين سره ډيرې نيژدې اړيکي لري .پوتين به د مي دمياشتي په اومه نيټه د جمهوري رياست له مقامه ګوښه شي .