د جوزجان په مرکز کې يو شمير زندانيان زخميان شوي دي

ګڼ زندانيان د شبرغان په زندان کې زخميان شوي دي.
دجوزجآن حکومتي مسوولان وايي چې جوارګر بنديانو دنوي کال په شپه قمار واهه نو په دوو ډلو وويشل شول ، په لرګيو، چاقوانو او ميخونو يې پر يوه بل حملې وکړې.
دجوزجان دعامه روغتيا د مسوولانو په وينا په دې اخ و ډب کې څلرويشت تنه زخميان شوي دي چې ددوو بنديانو روغتيايي وضعيت خراب دى.

په هلمند کې د ناټو قواوو پرهغو افغان پوليسو ډزې کړې دي چې تيره شپه يې ګزمه کوله. محمد حسين انډيوال د هلمند امنيه قوماندان ازادۍ راډيو ته وويل چې په دې پيښه کې چې د لښکرګاه د ساپيانو په کلې کې شوې يو پوليس زخمي شوى او بل وژل شوى دى.