په کابل کې د حضرت علي دجنډې د پورته کيدو مراسم ترسره شول

دکابل د جمال مېنې په سيمه کې دحضرت علي کرم اله وجهه د جنډې د پورته کولو مراسم تر سره شول:

د حضرت علي عليه السلام د جنډې دمراسمو په پورته کولو کې د ولسمشر حامد کرزي دوهم مرستيال کريم خليلي ګډون کړى و.
ښاغلي خليلي په خپلو خبرو کې دافغانستان د سوکالۍ لپاره دعا وکړه او دافغانانو دملي يووالي غوښتنه يې وکړه.
د کارتۀ سخي د جنډې پورته کولو په مراسمو کې په زرګونو کابل ښاريانو برخه اخيستې وه.