په عراق د امريکا په مشرۍ د بريد کليزه ولمانځل شوه

د عراق د شخړو شپږم کال پيل شو. نن د امريکا په مشرۍ د صدام حسين د رژيم پر ضد دجګړې پنځمه کليزه لمانځل کيږي. په هغې اعلاميې کې چې ددغې ورځې د لمانځلو لپاره خپره شوې ده د عراق ولسمشر جلال طالباني ويلي دي، مداخلې دصدام حسين د استبداد او تيري عصر پاى ته ورساوه خو بيا هم عراق د تشدد، ترورزم او اداري فساد له جدي ګواښونو سره مخامخ دى.