د ترک تبارانو د شورا مشر اکبر بای چې څه موده مخکې د جنرال دوستم له خوا په خپل کور کې وهل شوی وو، یو ځلې بیا پر دولت غږ کړی چې جنرال دوستم محاکمې ته راکش کړي، که نه نو خلک به له دولته لري شي ..

د ترک تبارانو د شورا مشر اکبر بای چې څه موده مخکې د جنرال دوستم له خوا په خپل کور کې وهل شوی وو، یو ځلې بیا پر دولت غږ کړی چې جنرال دوستم محاکمې ته راکش کړي، که نه نو خلک به له دولته لري شي ..

هغه دغه خبره نن په کابل کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لوی څارنوال د هیواد د وسلوالو ځواکونو د ستر درستیزوال په توګه د جنرال دوستم دنده ځنډولې ده اوله هغه څخه یې غوښتي چې تحقیقاتو ته حاضر شي.

خو جنرال دوستم نه حاضریږي او وايي، لویه څارنوالي له ده څخه د تحقیق کولو صلاحیت نه لري.