داروپا دانتخباتو د څارني اداره ې دروسيې د پارلماني انتخاباتو دڅارني پلان کنسل کړ.

داروپا دانتخباتو د څارني اداره وايي دوى دروسيې د پارلماني انتخاباتو دڅارني پلان کنسل کړ. ټاکل سوې دروسيې پارلماني انتخابات به په رانوي عسوي مياشت کې وسي. دغې ادارې ددې کار دليل د مسکو نه همکاري ښودلې . دبشري حقونو اود اروپا دامنيت دهمکاريو وياند د آزادۍ راډيو ته په مرکه کې وويل : مسکو ددې ادارې کارکوونکوته د بلنې او ويزو ورکولو کار ځڼډولى دئ . تر اوسه روسيې ددغې ادارې 70 کارکوونکو ته په انتخاباتو کې دڅارنې لپاره بلنه ورکړې ده .