د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پنځو دائيمي هيوادونو چين، روسيي، فرانسي، انګلستان، متحده ايالاتو او جرمني د بهرنيو چارو وزيران نن په نيويارګ کي د ملګرو ملتونو په ودانۍ کي د ايران د هستوي پروګرام په اړه خبري کوي. د امريکا د بهرنيو چارو وزيره کاندليسا رايس د ايران د يورانيمو غني کولو د پروګرام د بندولو په مقصد په تهران باندي د نويو بنديزونو لګولو د هلو ځلو مشري کوي. خو د روسيي د بهرنيو چارو وزير سرګي لفروف پرون وويل مسکو به د ايران د هستوي پورګرام په اړه د نړيوالي اټومي انرژۍ د موسسي د راپور تر خپريدو پوري چي د ډسمبر مياشت کي به يي خپور کړي، د بنديزونو په اړه غور نشي کولاي.