د فرانسی ددفاع وزارت مقامات وايی هيواد يی غواړی شپږ معراج جت الوتكی چی حاضر دمه په تاجكستان كی دی، په افغانستان كی د ناتو هوايی اډی ته وليږدوی.

ددفاع وزارت مقامتو ويلی دغه الوتكی به چی دری يی د ځمكنيو ځواكونو د ملاتړاو دری نوری داكتشافی عملياتو لپاره پر اكتشافی وسايلو سمبالی دی د سپټمبر او اكتبر په مياشتو كی د كندهار نظامی اډی ته وليږدول شی.
د غو مقاماتو دغه راز ويلی چی له الوتكو سره يو ځای به د پيلوټانو او تخنيكی كاركونكو يوه يوسلوپنځوس كسيزه ډله هم افغانستان ته واستول شی.