دملګرو ملتونو د اتمي انرژۍ ادراې او ايران پر هغه کاري پلان او مهال ويش بآندي موافقه کړي چې له مخي به يي په ايران کې د اتمي پروګرام په اړه مهمو پوښتنو ته ځواب وويل شي .

دملګرو ملتونو د اتمي انرژۍ ادراې او ايران پر هغه کاري پلان او مهال ويش بآندي موافقه کړي چې له مخي به يي په ايران کې د اتمي پروګرام په اړه مهمو پوښتنو ته ځواب وويل شي .
دغه موافقه دسه شنبي په ورځ په تهران کې له دوه ورځنيو خبرو اترو وروسته وشوه . ټاکل شوي چې ددې موافقې جزييات ددوه راتلونکو اونيو په ترڅ کې ښکاره شي . له مياشتو راهيسي لويديځو هيوادونو او ايران ددي هيواد د اتمي هدفونو په اړه په لانجه کي دي . داسي ويره شته چې ايران به داتمي سوله ايزې تکنالوژې څخه د اتمي وسلو د جوړولو په هدف کار واخلي . ددې موافقې په غبرګون کې د امريکا د متحد ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دا موافقه کافي نه ده او د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا دغه غوښتني ته چې ايران بايد د يورانيمو له غني کولو څخه لاس واخلي ځواب نه وايي .

دامريکا يو لوړرتبه ديپلومات هم د ايران دا موافقه غندلي ده هغه وايي په دي پلان کې رښتني محدوديتونه دي .
د اتمي انرژۍ په نړيوالي موسسي کې د امريکا سفير کريګوري سکولت نن په ويانا کې خبريالانو ته وويل دا موافقه به د ملګرو ملتونو پلټونکو ته د ايران داتمي تاسيساتو څخه پلټني ته اجازه ورنکړي .