د ايران يوه مشهور ديني عالم د جمعي د لمانځه په خطبي کي چي د ايران د دولتي راډيو له لاري خپره شوه ، وويل د انګليس ليکوال سلمان رشدي د وژلو فتوا لاهم په ځاي ده. احمد خاتمي وويل د ايران د وفات شوي مذهبي مشر امام خميني فتوا نشي بدليدلاي. په ١٩٩٨ ميلادي کال کي د ايران حکومت د رشدي د قتل له فتوا څخه ځان څنګ ته کړئ و خو سخت دريځو تل ويلي چي فتوا په خپل ځاي ده.