د تاجکستان يوې محکمې نن ددې هيواد ديوه ممنوع شوي ګوند دوه غړي په بند محکوم کړل . مسوول مقامات وايي دوي د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي وو چې په ١٦ او ١٧ کلونو بند محکوم شوي . داسي ويل کيږي چې دا ډله له تروريستي شبکې القاعده سره تړاو لري . دوي په تاجکستان ، ازبکستان ، او قرغزستان کې يي په چاودنو لاس پوري کړي .