د پاکستان د قبايلو او وسله والو تر منځ جګړي رواني دي

د افغانستان پولي ته نږدي د پاکستان په قبايلي سيمو کي د القاعده شبکي مربوطو وسله والو چي اکثر يي د ازبکستان اتباع دي، او ځايي خلکوتر منځ په دري ورځنيو جګړو کي لږ تر لږه ٥٠ کسان وژل شويدي.
په مخکنيو رپوټونو کي د وژل شويو شمير ٧٠ تنه ښودل شوئ و.
رپوټونه د چارواکو له خولي وايي دواړو خوا نن د جنوبي وزيرستان مرکز واڼي ته نږدي يو په بل د هاوان او توپونو ډزي وکړي.
دا لا نده څرګنده چي د نن ورځي جګړو کي د پاکستان پوځ برخه درلوده او کنه. دغه جګړي د دوشنبه په ورځ پيل شويدي.
د عيسوي مياشتي په سر کي په سيمه کي د قبايلو او وسله والو تر منځ نښتو کي ١٧ کسان وژل شوي وو.
افغان او امريکايي چارواکي په پاکستان تور لګوي چي په قبايلي سيمو کي يي د اسلامي وسله والو په ضد کافي هلي ځلي ندي کړي.